1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا به د کښتيو مهاجر البانيا ته استوي

۱۴۰۲ اسفند ۳, پنجشنبه

د ايټاليا او البانيا تر منځ د مهاجرو پر موضوع ځانګړی تفاهم د البانيا د پارلمان له خوا تصويب شو. په دې توګه له ايټاليا و البانيا ته د مهاجرو د لېږد لاره هواره شوه.

https://p.dw.com/p/4ckNk
Albanien I Amtsenthebungsverfahren gegen Präsident Ilir Meta
د البانيا د پارلمان آرشيف انځورانځور: AP/picture alliance

د البانيا پارلمان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۲) له ايټاليا سره د مهاجرت په تړاو تړون تصويب کړ. په دې توګه نو دې ته لاره هواره شوه چې ايټاليا په البانيا کې مهاجر کمپونه وچلوي. د پلان له مخې به دغو کمپونو ته هغه مهاجر لېږدول کيږي چې ايټالوي چارواکي يې له سمندر څخه خپلو کښتيو ته پورته کوي.

په البانيا کې په پخوانيو نظامي مقرونو کې به د ايټاليا له خوا د مهاجرو د ساتنې مراکز جوړیږي او د ايټالوي چارواکو له خوا به اداره کيږي. په دغو کمپونو کې د ساتل کېدونکو مهاجرو د پناه غوښتنې به په ايټاليا کې ارزول کيږي. د اړتيا په صورت کې به له همدغه ځای څخه د رد شوو مهاجرو د اخراج اوامر عملي کيږي. خو د بشري حقونو سازمانونو پر دغه پلان سختې نيوکې کړي دي.

د ۳۰۰۰ مهاجرو لپاره ځای لرونکی کمپ

د پلان له مخې به د مهاجرو د لومړي ثبت لپاره په بندري ښار شينګجين کي په يو مرکز فعاليږي. په دغه مرکز کې به د مهاجرو لومړي طبي معاينات کيږي او لومړۍ ارزونې به کيږي. له هغه ځای څخه به بيا دغه مهاجر په ګيادر کې يو بل مرکز ته وړل کيږي. په دغه مرکز کې به تقريبا د ۳۰۰۰ کسانو د ساتلو لپاره امکانات وي. ايټاليا به دغه مراکز په خپله چلوي او د امنيت دنده به يې هم پخپله پر غاړه اخلي. د ايټالوي رسنيو د راپورونو له مخې به د البانيا چارواکي له دباندې څخه د دغو مراکزو امنيت تامينوي.

له دې څخه درې اونۍ تر مخه د ايټاليا ولسي او د مشرانو جرګې دغه پلان او تړون تصويب کړی و. دغه تړون د ۲۰۲۳ کال په نوامبر کې د ايټاليا د ښې اړخې لومړۍ وزيري جيورجيا ميلوني، او البانيا د لومړي وزير اېدي راما، لخوا د يو تفاهم ليک په لاسليک کولو سره پلان شوی و.

آ./ا.ا./ن.ز.