1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلکسي ناوالني کولی شې د درملنې له پاره آلمان ته انتقال شي

۱۳۹۹ شهریور ۱, شنبه

د آلکسي ناوالني داکترانو ویلي دي چې د ولادیمیر پوتین دغه منتقد کولی شي د درملنې له پاره يو بهرني هیواد ته انتقال شي. ناوالني په کوما حالت کې دی او ویل کیږي چې په زیات احتمال سره په خطرناکې زهرجنې مادې مسموم شوی دی.

https://p.dw.com/p/3hKwR
Alexej Nawalny Russland Opposition
انځور: picture-alliance/dpa/P. Golovkin

د جمعې په ماښام (د اګست میاشتې په ۲۱ نیټه) د آلکسي ناوالني، معالج داکترانو اعلان وکړ چې د روسيې د ولسمشر تر ټولو مشهور مخالف سیاستوال ناوالني کولی شي د ردملنې له پاره خارج ته انتقال شي.

د اُمسک د روغتون د اړوندې څانګې مرستیال آناتولی کالینیچنکو، دې ته په اشارې سره چې د دغه ۴۴ کلن سیاستوال جسماني وضعیت تثبیت شوی دی وویل: «مونږ کوم بل روغتون ته د ناروغ له لیږدول کیدو سره مخالفت نه لرو.»

د جمعې ورځې تر غرمې وروسته هغو داکترانو چې له آلمان څخه د آلکسي ناوالني د درملنې له پاره اُمسک ښار ته تللي وو، خبر ورکړ چې له هغه سره یي د ملاقات اجازه ترلاسه کړې ده او هغه یي معاینه کړی دی. دوی ویلي چې آلمان ته د آلکسي ناوالني د انتقالولو په برخه کې کومه ستونزه نشته. مخکې تر دې د کرملین چارواکو ویلي وو په هغه صورت کې چې داکتران آلمان ته د آلکسي ناوالني د انتقالولو اجازه ورکړي، د روسیي رهبري به یي مخالفت ونه کړي.

اوس د روسیې د اپوزیسیون د دغه پیاوړي سیاستوال وکیل د اروپا د بشري حقونو له محکمې غوښتي دي چې آلمان ته د هغه د انتقال حکم صادر کړي.

د ناوالني میرمن او خپلوان هیله لري چې د ولادیمیر پوتین دغه منتقد ډیر ژر برلين ته انتقال کړای شي. د برلین د شاريتې روغتون د ناوالني درملنې ته امادګي ښودلې ده.

۴۴ کلن آلکسي ناوالني حقوقپوه، مدني فعال او په روسیي کې د «له فساد سره د مبارزې کمپاین» بنسټ مشر او بنسټ ایښودونکی دی. نوموړی د روسیې د ولسمشر له شدیدو مخالفینو څخه دی او څو واره زندان ته تللی دی.

د آلکسي ناوالني ښځې یولیا ناوالنایا، ولسمشر ته د یو لیک په استولو سره آلمان ته د خپل میړه د انتقالولو غوښته کړې وه.

د زهرجنې مادې کشف

د اُمسک په روغتون کې د ناوالني معالجو داکترانو د جمعې په سهار ویلي وو چې د ناروغ وضعیت بل ځای ته د انتقالولو له پاره مناسب نه دی. دوی ادعا کړې وه چې ناوالني مسموم شوی نه دی، بلکې متابولیکي اختلال لري چې علت یي د وينې د شکر کمیدل دي.

د روغتون یوه مشر داکتر وویل چې د ناوالني پر جامو او پوست یوه کیمیاوي ماده موندل شوې، هغه ماده چې د پلاستیکي ګلاسونو او پیالو په جوړولو کې هم ترې استفاده کیږي. نوموړي ټینګار وکړ: «دغه ماده د ناوالني په وینه کې نه ده موندل شوې.»

له «فساد سره د مبارزې صندوق» سرپرست ایوان شدانوف وویل چې پولیسو داکترانو ته ویلي دي چې «وژونکې ماده» یي کشف کړې، هغه ماده چې کیدای شي ناوالني یي مسموم کړی وي.

ناوالني د پنجشنبې په ورځ د بد جسماني وضعیت له کبله د اُمسک روغتون ته ولیږدول شو او له همدې ورځې راهیسې په کوما کې دی چې د مصنوعي تنفس په وسیله ژوندی ساتل شوی دی. ناوالني د روسیې له پارلمان څخه دباندې د اپوزیسیون له مشهورو سیاسي څیرو څخه دی چې د۲۰۱۳م کال د مسکو د ښاروالۍ په ټاکنو کې یې تر ۲۷ سلنه ډیرې رایې ترلاسه کړې وې. تر اوسه پورې څو وارې پر دغه سیاستوال بریدونه شوي دي.