1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفرافریقا

د لیبیا ساحل ته نږدې تر ۶۰ ډیر مهاجر په سمندر کې ډوب شوي

۱۴۰۲ آذر ۲۶, یکشنبه

۲۵ ژغورل شوي کسان د لیبیا په ساحل کې د څار مرکز ته انتقال شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان په حواله مرکزي مدیترانه په نړیواله کچه د مهاجرت له پاره یو تر ټولو خطرک کاریدونکی مسیر دی.

https://p.dw.com/p/4aGNN
Frankreich-UK Migration | Vorfälle beim Überqueren des Ärmelkanals
انځور د دویچه ویله له آرشیف څخه په مدیترانې سمندر کې د مهاجرو د یوې کښتۍانځور: Gareth Fuller/empics/picture alliance

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په حواله شا او خوا ۶۱ تنه مهاجر وروسته له هغې په مدیترانې سمندر کې ډوب شول چې کښتۍ یې د سمندر په لوړو څپو کې را ایساره شوه. د ډوبو شوو کسانو اکثره یې د نایجیریا، ګمبیا او نورو افریقایي هیوادونو مهاجر ول. په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

عیني شاهدانو نوموړي سازمان ته ویلي دي چې له زوارا څخه په روانې شوې دغې کښتۍ کې ۸۶ تنه سپاره ول.

چارواکو ژغورل شوي ۲۵ کسان بیرته په لیبیا کې د څار یوه مرکز ته انتقال کړي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان په حواله د ژغورل شوو کسانو وضعیت له خطر څخه وتلی او تر روغتیایي درملنې لاندې نیول شوي دي.

په آلمان کې د ادغام له پاره د مهاجرو د فوټبال لوبډله

 د IOM په حواله د مرکزي مدیترانې سمندر مسیر د نړۍ یو له تر ټولو خطرناکو سمندري مسیرونو څخه دی. د نوموړي سازمان د ویاند په خبره په روان میلادي کال کې د مرکزي مدیترانې په مسیر کې تر ۲۰۰۰ ډیر مهاجرو په سمندر کې د ډوبیدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه په وینا دغه شمیرې په دې دلالت کوي چې په سمندري لارو کې د بشري ژوند ژغورنې اقدامات کافي نه دي. د مدیترانې سمندر د افریقایي پناه غوښتونکو له پاره د ایټالیا له لارې اروپا ته د رسیدو یو مهم مسیر ګڼل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب