1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

سوریه: د مهاجرو کښتۍ ډوبه شوې ۷۳ مهاجر مړه دي

۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

د سورېې د عامې روغتيا وزیر د جمعې په ورځ د سپتمبر ۲۳مه وويل چې په سمندر کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۷۳ مهاجر مړه شوي دي. دغې کښتۍ له لبنان څخه حرکت کړی وو.

https://p.dw.com/p/4HGJT
د لبنان د ترانسپورت وزير وويل چې د مهاجرو کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د سورېې طرطوس ښار ته نژدې په مديترانې سمندرګي کې ډوبه شوې ده
د لبنان د ترانسپورت وزير وويل چې د مهاجرو کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د سورېې طرطوس ښار ته نژدې په مديترانې سمندرګي کې ډوبه شوې ده انځور: Saleh Sliman via REUTERS

تر دې لږ مخکې خبري آژانسونو د لبنان د ترانسپورت وزير له قوله ويلي ول چې ۵۳ مهاجر مړه دي او ۱۹ نور ژغول شوي، خو وزیر ويلي چې لا هم په لسونو کسان لادرکه دي.

د لبنان د ترانسپورت وزير، علي حميه، وويل چې په دغه کښتۍ کې تر ۱۰۰ ډیر کسان سپاره ول چې په هغو کې ډيری ېې لبنانيان او د سوريې وکړي ول. هغه وويل دغه کوچنۍ کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د سورېې طرطوس ښار ته نژدې په مديترانې سمندرګي کې ډوبه شوې ده.

علي حميه د فرانسې خبرې آژانس ته وويل چې دی د پاتې کسانو د موندولو په مقصد د سورېې د ترانسپورت له وزير سره په خبرو بوخت دی. دا په ورستیو کې په خپل ډول پيښه کې د مړو تر ټولو لوړ شمیر دی. زیاته شوې چې د پاتې لادرکه شوو کسانو د موندلو په موخه لټون ادامه لري.