1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينړیوال

سیپري: د اوکراین جګړه د وسلو صنعت له پاره ښه خبر نه دی

۱۴۰۱ آذر ۱۴, دوشنبه

د اوکراین جګړې وسلو ته تقاضا ډیره کړې ده. روسیې د وسلو تولیدول زیات کړي او امریکا او لویدیځ بیا کیف ته د ورکړل شويو وسلو زیرمې له سره ډکوي. خو د دې احتمال موجود دی چې د جګړې له امله د وسلو تولیدات اغیزمن شي.

https://p.dw.com/p/4KU2h
Rumänien F-16 Kampfflugzeug
انځور: Robert Ghement/EPA/dpa/picture alliance

داسې اندېښنې موجودې دي چې د اوکراین د جګړې په سبب به د وسلو تولید اغیزمن شي.

په ستاکهولم کې د سولې نړيوال څېړنیز انستيتويت (سیپري) د یوه تازه رپوټ پر بنسټ د وسلو سل مخکښو تولیدونکو هیوادونو کې د وسلو پلورل زیات شوي، خو په اکمالاتي لړۍ کې د ستونزو له امله په دې برخه کې د پرمختګ رفتار سست شوی دی.

د دوشنبې (د دسمبر میاشتې ۵ نیټه) په ورځ خپاره شوي یوه رپوټ کې ویل شوي چې د کووید-۱۹ وبا د ۲۰۲۰م کال په مقابل کې په ۲۰۲۱م کال کې  پرمختګ پڅ کړی دی. سیپري وړاندوېنه کړې ده چې په اوکراین کې روانه جګړه هم په منځ مهال کې په دې صنعت کې دا ډول ستونزې پيدا کولی شي.

په رپوټ کې د اوکراین په هکله څه وړاندوېنه شوې

د روسیې له خوا برید او د اوکراین او لویدیځ له خوا یي د ځواب په پایله کې، که له یوې خوا وسلو ته تقاضا ډیره شوې ده، نو له بلې خوا دې جګړې د وسلو جوړولو له پاره د اومه موادو او نورو وسایلو ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې پيدا کړي دي. د سیپري په حواله روسیه د وسلو په جوړولو کې د کاریدونکو خامو موادو یو ستر صادرونکی دی.

د الوتکو د دفاع سیستم «پاتریوت»
د الوتکو د دفاع سیستم «پاتریوت»انځور: Sebastian Apel/U.S. Department of Defense/AP Photo/picture alliance

په رپوټ کې ویل شوي: «له دې امله د خپلو وسله والو پوځونو او اوکراین ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ورکړل شوو وسلو او تجهیزاتو پر ځای، د نوو وسلو د زیرمه کولو په برخه کې ممکن د امریکا او اروپا هڅې زیاتمنې شي.» اقتصادي ادارې په المان کې له راتلونکي کال څخه د اقتصادي رکود یا اقتصادي بحران رامنځته کیدو وړاندوېنه کوي.

پنټاګون خپله نوې جنګي الوتکه بي ۲۱ معرفي کړه

سیپري په خپل رپوټ کې ویلي دي چې ګواکې روسي کمپنیو د جګړې په سبب خپل تولیدات ګړندي کړي دي، خو د سیمي کنډکټرونو(چپونو) ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

کمپنۍ د جنګ له امله لګول شوو بندیزونو په سبب هم اغیزمن شوي دي، د بیلګې په توګه دوی د خپلو پورونو ترلاسه کولو په برخه کې له مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

د سیپري مشر څیړونکی دیاګو دا سلوا ویلي و: «د وسلو په جوړولو کې زیاتوالی راوستل وخت ته اړتیا لري. د اکمالاتو کومه لړۍ چې اغیزمنه شوې ده که هغه برقراره پاتې کیږي، نو د اوکراین د جګړې له امله رامنځته کیدونکي نوې تقاضا د پوره کولو له پاره د درنو وسلو یو شمیر کمپنۍ به څو کلونو وخت ته اړتیا ولري.»

په ۲۰۲۱م کال کې څه وشول

په دې رپوټ کې په ځانګړي توګه په ۲۰۲۱م کال کې د وسلو صنعت پر بهیر تمرکز شوی دی، په داسې حال کې چې د کووید-۱۹ وبا په سبب د اکمالاتو د لړۍ په برخه کې ډیر شمیر مسایل پیدا شوي وو.

پنتاګون: چین په بیړه د خپلو اټومي وسلو زیرمې پراخوي

د سيپري د پوځي لګښتونو او وسلو جوړولو پروګرام د څانګې مشر لوسي بارود سودور، وویل چې کیدای شي مونږ د اکمالاتي لړۍ په برخه کې د ستونزو په نه پام کې نیولو سره په ۲۰۲۱م کال کې د ډیرو وسلو د خرڅیدو تمه درلودلې وي، خو: «د کوچنیو او درنو وسلو جوړونکي کمپنۍ وایي چې تیر کال یي پلور اغیزمن شوی دی. یو شمیر کمپنیو، لکه ایئربس او جنرل ډاینامکس د کارګرو د کمښت خبره هم کړې ده.»

رچرډ کونور: ش.ن/ ب.ص