1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

يونيسف په شمالي وزيرستان کې د نجونو ښوونځي تخريب غندلی دی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۱, جمعه

له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د مرستي ادارې په شمالي وزيرستان کې د نجونو ښوونځی تخريبول په کلکه غندلي دي. پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په شمالي وزیرستان کې د نجونو يو ښوونځی په بمونو الوځول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4fi62
آرشيف انخور؛ يونيسف په شمالي وزیرستان کې د ښوونځي تخريب په کلکه غندلی دی
آرشيف انخور؛ يونيسف په شمالي وزیرستان کې د ښوونځي تخريب په کلکه غندلی دیانځور: Naseer Ahmed/REUTERS

د سيمې د پوليسو يوه مشر امجد خان، وويل چې پر ښوونځی دا بريد د چهار شنبې په شپه شوی دی. د نوموړي په خبره دا ښوونځی د شمالي وزيرستان د شيوا سيمې د نجونو يوازنی ښوونځی دی.

دغه چارواکي زياته کړې ده چې بريد کوونکو د «عافيه» په نوم دغه ابتدايي ښوونځی کې چېرې چې ۱۵۰ نجونې په زده کړو بوخته دي، چاوديدونکي مواد ځای پر ځای کړي ول. زياته شوې ده چې د ښوونځي ساتونکی د وسله والو له خوا وهل ډبول شوی او تېښتې ته اړ شوی وو.

په دې پېښه کې چا ته ځاني زيان نه دی رسېدلی.

د پېښې پړه په سملاسي توګه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو شک یې پر داعش ډلې باندې کيږي چې په ماضي کې یې هم په خيبر پښتونخوا ايالت کې د نجونې ښوونځي په نخښه کړي او په دې عقيده دي چې ښځې بايد تعليم ونه کړي.

يونيسف: «دا يو د کرکې وړ عمل دی»

له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د مرستي ادارې (UNICEF) د پنجشنبې په ورځ دغه بريد په کلکو ټکو غندلی او دا یې يو د «کرکې وړ او بزدلانه عمل بللی دی چې کیدای شي د ډېرو ځوانو او استعداد لرونکو نجونو راتلونکی له خطر سره مخامخ کړي».

په پاکستان کې د يونيسف استازي عبدالله فاضل، د يوې اعلامیې په ترڅ کې وويل چې په يوه لیرې پرته سيمه کې د «نجونو د ښوونځيو تخریبول» يو ناوړه کار دی چې د هېواد د پرمختګ له پاره زيانمن تماميدلای شي.

ملاله آفریدۍ بې وزلۍ له ښوونځي محرومه کړې

نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شريف، د چهار شنبې ورځ يوې اعلامیې ته په اشارې سره وويل چې دوی د نجونو د زده کړو په برخه کې د بيړني وضعيت په اعلانولو سره د ۲۶ ميليونو ماشومانو چې ښوونځيو ته نه ځي، په ښوونځيو کې د شاملولو له پاره په هلو ځلو لاس پورې کړی دی.

په پاکستان کې تر ۲۰۱۹م کال پورې د نجونو پر ښوونځيو څو بريدونه وشول، په ځانګړي توګه په سوات او په شمال لویدیځو سيمو کې چېرې چې څو کاله پاکستاني طالبانو په دې پخوانيو قبايلي سيمو کې کنترول په لاس کې درلود.

آرشيف انځور: په سوات کې يو ويجاړ شوی ښوونځي
آرشيف انځور: په سوات کې يو ويجاړ شوی ښوونځيانځور: picture-alliance/ dpa

وسله والو په ۲۰۱۲م کال کې د هغه وخت پر زده کوونکې ملالې يوسفزۍ، هم برید وکړ چې وروسته یې بيا د نجونو د زده کړو په برخه کې د هلو ځلو له کبله د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.

پاکستاني طالبان چې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په نامه هم ياديږي، بيا د پوځي عملياتو په ترڅ کې له دغو سيمو وشړل شول.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب