1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: وسله والو اوه سلمانان وژلي دي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کي وسله والو د پنجشنبې په شپه اوه سلمانان چي بيده ول په ډزو وژلي دي. د پولیسو په خبره قربانیان ټول د پنجاب ایالت ول چي په گډه یې کار او ژوند سره کاوه.

https://p.dw.com/p/4ffPe
Sicherheitskräfte in Pakistan
انځور: Saood Rehman/picture alliance/dpa/EPA

د پولیسو په حواله نامعلومو بریدکوونکو د گوادر بندري ښار ته نیژدې د دغو کسانو پر استوگنځي برید وکړ او وروسته یې هغوی په ډزو ووژل. دغه خبره د پاکستان د سیمه ایزو پولیسو ویاند د آلمان خبري آژانس ته تائيد کړې ده. پولیسو دغه پیښه یو ترهگري عمل بللی دی.

د پیښي قربانیان دپاکستان د پنجاب ایالت سلمانان ول چي په گډه یې کار او ژوند کاوه. په اپریل میاشت کي هم په بلوچستان کي بیلتون غوښتونکو نهه کسان ووژل چي هغوی هم د پنجاب ایالت ول.

د پاکستان په دغه جنوب لوېدیځ ایالت کي په مکرره توګه د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ په شان بیلتون غوښتونکي بریدونه کوي. دغه ډله غواړي په معدني موادوغني دغه ایالت په طبیعي سرچینو کي لا ډیر سهم ولري.

د بلوچستان ایالت مساحت تقریباً د جرمني د خاوري د مساحت په اندازه دی. ياد ایالت له ایران او افغانستانسره گډه پوله لري.

په پاکستان کي دا تر ټولو ناامنه ایالت بلل کیږي. په دغه سیمه کي تاوتریخوالی په زیاترو قضیو کې د چین د بنسټیزو پروژو په وړاندې د عکس العمل په توګه لیدل کیږي.

GP/NZ/AG