1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پر ناوالني باندي نوي تورونه

۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعه

د روسیې د حکومت پر بندي منتقد الکسی ناوالني باندي نوي تورونه لګیدلي او پر ضد یې یوه بله جزايي پروسه شروع سوې ده.

https://p.dw.com/p/4IWMw
Russland Alexej Nawalny
انځور: Alexander Zemlianichenko/dpa/AP/picture alliance

لکه څنګه چي د هغه مدافع وکیل، وادیم کوبسیف خبري آژانس انټرفکس ته ویلي دي، پر هغه باندي«د ترهګرۍ د حمایې، د افراطیت د تمویلیدو او همدارنګه نازي او فاشیسټي تیورۍ د خپریدو» تورونه لګیدلي دي. په هغه صورت کي چي که نوالني د دغو نوو تورونو په دلیل محاکمه سي، نو د هغه د حبس موده به مجموعاً ۳۰ کالو ته لوړه سي. 
د نوالني په حواله نوي تورونه د هغه د ملاتړ کوونکو د هغي ویدیو سره ربط لري، کومو چي په مهاجرت کي د روسیې پر رهبرۍ باندي انتقادونه کړي دي.