1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کې په لسګونو مهاجرو ژوند له لاسه ورکړی

۱۴۰۲ فروردین ۷, دوشنبه

د تونس د ساحلي ګارد د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد سواحلو ته څېرمه د دريو کښتيو د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۹ تنه مهاجر مړه او يو شمېر يې ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4PJBl
يونان:لایسبوس،ربړي کښتيو کې د مهاجرو راتگ
يونان:لایسبوس،ربړي کښتيو کې د مهاجرو راتگانځور: Marios Lolos/Xinhua/IMAGO

د مدیترانې په سمندرګي کې د مهاجرو د کښتیو د ډوبیدو له کبله یو ځل بیا زیات شمیر کسان مړه شوي دي. د تونس ساحلي ګارد د یکشنبې په ورځ وویل چې د تونس سواحلو ته نژدې د دریو کښتیو د ډوبیدو په پیښه کې لږ تر لږه ۲۹ تنه چې د افریقا د جنوبي صحرا هیوادونو سره تړاو لري، مړه شوي دي. په دې پېښه کې ۱۱ تنه «ناقانونه کډوال» وژغورل شول.

د مهاجرینو یوه کښتۍ د تونس له سواحلو څخه په ۵۸ کیلومترۍ کې ډوبه شوه او د دغه هیواد د کب نیولو یوه کښتۍ وتوانیدله چې د ۱۹ کسانو جسدونه راوباسي.

په المهدیه ښار کې هم ساحلي ساتونکو اته مړي له اوبو را ایستلي او ۱۱ نور یې وروسته له هغه ژغورلي، چې ایټالیا ته په لاره د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه. یوې بلې کښتۍ له اوبو څخه د دوو کسانو جسدونه را ایستلي دي.

د کښتۍ ډوبيدني لږ تر لږه ۵ مهاجر وژلي دي

په تیرو اوونیو کې د صحرا د جنوب هیوادونو څخه ډیر شمیر مهاجرینو هڅه کړې چې له تونس څخه اروپا ته ولاړ شي. په دې ترڅ کې د بېړۍ د ډوبېدو په پېښو کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر ورک شوي دي.

د فیبرورۍ په میاشت کې په یوه وینا کې، د تونس ولسمشر قیس سعید، د سويلي صحرا افریقایي هیوادونو څخه د خلکو د غیرقانوني »ډله ایز« مهاجرت په وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه. د هغه څرګندونو د نړیوالې غصې څپې راوپارولې او د دی سبب شو چې د افریقا د سويلي صحرا هیوادونو شاوخوا ۲۱ زره مهاجر په دې هیواد کې خپلې غیر رسمي دندې له لاسه ورکړي.

تونس د مهاجرو لپاره یو له مهمو ترانزیتي هیوادونو څخه دی، چې هڅه کوي د مدیترانې له خطرناکې لارې اروپا ته ځانونه ورسوي. د ایټالیا لامپدوسا ټاپو د تونس له ساحل څخه یوازې ۱۵۰ کیلومتره لیرې دی.

څپې ماتونکي، د ۲۰۲۱ م کال کلمه
څپې ماتونکي، د ۲۰۲۱ م کال کلمهانځور: Nico Smit/Zoonar/picture alliance


د اروپایی اتحادیې په پارلمان کې د اروپا د خلکو د محافظه کار ګوند مشر مانفرید ویبر د شنبې په ورځ د اروپایی اتحادیې په نورو غړو هیوادونو غږ وکړ چې د مهاجرینو د شمیر د زیاتیدو له امله له ایټالیا سره پیوستون وښیي.

د مدیترانې په اوږدو کې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي پلان

 ویبر پر ټویټ لیکلی: «په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۰۰ نوي مهاجر لامپدوسا ته رسیدلي او د اروپايي اتحادیې هیوادونه داسې چلند کوي چې گواکی دا مهاجر په دوی پورې هیڅ اړه نه لري. هغه لیکلي، چې تر ټولو مهمه موضوع د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو امنیت دی.

په ورته وخت کې ايټالوي چارواکو د شنبې له ورځې راهيسې په لامپدوسا کې د »لويس ميشل« په نامه د ژغورنې کښتۍ درولې ده. دې کښتۍ شاوخوا ۱۸۰ تنه مهاجر له بیلابیلو کښتیو څخه ژغورلي دي. دې غیردولتي سازمان د تويتر له لارې ویلي: «موږ خبر یو چې دا مهال دې ټاپو ته نږدې لسګونه کښتۍ په ناوړه وضعيت کې دي، خو (چارواکي) زموږ د مرستې مخه نیسي.»