1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«۸ زره افغان کډوال په یوه ورځ له پاکستانه راستانه شوي»

۱۴۰۲ آبان ۸, دوشنبه

طالب چارواکو ويلي دي چې په یوه ورځ او شپه کې شاوخوا ۸ زره افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي. پاکستان هغو افغانانو ته چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواد د وتلو لپاره د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4YCm9
له پاکستانه را اوښتي افغان کډوال
له پاکستانه را اوښتي افغان کډوالانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سلواغې په شپږمه له پاکستان څخه ۷۸۸۱ افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کډوالو نړیوال سازمان له ۱۳۵۸ کورنیو سره مرسته کړې ده چې دا کابو ۷۸۸۱ کسان کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د موټر د کرایې ترڅنګ لس زره او ۹۰۰ افغانیو په ارزښت د غیر خوراکي توکو مرسته هم کړې ده.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغو کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري، د نوامبر تر لومړۍ نیټې پورې وخت ورکړی چې له دغه هیواده ووځي. پاکستان خبرداری ورکړی چې که دغه کډوال تر ټاکلې نیټې له پاکستانه ونه وځي، په زوره به و ایستل شي او ملکیتونه او کاروبارونه به یې ضبط شي.

د پاکستان حکومت له خوا د بې اسنادو کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره ټاکل شوي ضرب الاجل ته یوازې دوې ورځې پاتې دي. د دغه ضرب الاجل له اعلان وروسته په تیرو دریو اونیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو بیرته ستنیدل او اخراج زیات شوی دی.

تېره اوونۍ د پاکستان راډیو راپور ورکړ چې له پاکستانه ۵۹ زره او ۵۶۱ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغې راډيو په خپله ويبپاڼه کې ليکلي چې یو شمیر پاکستاني امنيتي ځواکونه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د خوندي ستنيدو لپاره پر پوله ځاى پرځاى شوي دي.

له څو لسیزو راهیسې لسګونه زره افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستان کې مېشت شوې دي. خو په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته زرګونو افغانان د قاچاقي او غیر قانوني لارو څخه په ګټه اخیستنه پاکستان او ایران ته کډوال شول.