1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان دې له ګواښ سره د مخامخ افغانانو ساتنه وکړي»

۱۴۰۲ آبان ۹, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو او د يو شمير لوېدیځو هېوادونو سفارتونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان مهاجرو د اخراج په طرحه کې دې، د هغو افغانانو د مشخصولو او خونديتوب هڅه وکړي چې په افغانستان کې له خطر مخامخ کيدلای شي.

https://p.dw.com/p/4YErh
Pakistan | Migranten aus Afghanistan
دغه  افغانان اندېښمن دي چې په اجباري اخراج سره ښايي د دوی ژوند له خطر سره مخامخ شي.انځور: Sophie Kirby/DW

چارواکو د رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې د لویدیځو هیوادونو يو شمیر سفارتونو او ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي چې د سلګونه زرو هغو افغانانو د اخراجولو پر مهال دې، چې قانوني اسناد نه لري، د هغو افغانانو مشخصولو او خوندیتوب ته پام وکړي چې په افغانستان کې دننه د ځوريدو له ګواښ سره مخامخ دي.

پاکستان د کډوالو د اېستلو لپاره د نوامبر لومرۍ نیټه ټاکلې ده.

د دغې طرحې او نیټې له مخې به د سویلي آسیا په دغه هیواد کې  د شاخوا څلور میلیونو کډوالو له ډلې ۱،۷ میلیونه افغان اغیزمن کیږي.

په پاکستان  کې د ملګرو ملتونو  د کډوالو عالي کمیسارۍ ویاند قیصر خان افریدي، رویټرز خبري آژانس ته ویلي: «موږ له حکومته غواړو چې له خطر او ځورونو سره د مخ کسانو لپاره یو بشپړ سیستم او میکانیزم جوړ کړي او د دغو کسانو د مدیریت او نوم ثبتولو لپاره یوه لاره ولټوي.»

آفریدي ویلي: «هغوی نه شي کولی بیرته ولاړ شي او نه شي کولی بیرته افغانستان ته ستانه شي ځکه چې د هغوی ژوند او آزادي له ګواښ سره مخامخ ده.»

دا لا معلومه نه ده پاکستان به د ملګرو ملتونو او ځینو سفارتونو دغه وړاندیز ومني که نه.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د جمهوریت له نسکوریدو او واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې د پخواني حکومت په زرګونو کارکونکو، ژورنالیستانو، مدني فعالانو او د بشري حقونو دفاع کوونکو يوه دريم هېواد ته د تللو لپاره په پاکستان کې پناه واخیسته.

دغه  افغانان اندېښمن دي چې په اجباري اخراج سره ښايي د دوی ژوند له خطر سره مخامخ شي.

د پاکستان حکومت نن، سه شنبه اعلان وکړ چې سر له پنجشنبې يعني نومبر له دويمې نیټه څخه به د هغو افغان کډوالو نیول پیل کړي چې قانوني اسناد نه لري او هغو مرکزونو ته به یې لیږدوي چې د افغانستان پولې ته څیرمه د دغو کډوالو لپاره جوړ شوي دي.

د تورخم سیمه اېیزو چارواکو ویلي، چې تر سه شنبې سهاره پورې تر لس زره ډېر افغانان  په دې سیمه کې راټول شوي، ترڅو له دغه مهالوېش مخکې افغانستان ته ستانه شي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرو نه ختمیدونکې ستونزې