1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناوالني پر مړينه غبرگونونه؛ مسکو مسؤل بلل شوی

۱۴۰۲ بهمن ۲۷, جمعه

د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سياسي مخالف اليکسې ناوالنی، په بند کې مړ شوی دی. دغه مړينې په لوېديځ کې له خواشينۍ څخه نيولې پر مسکو د مسؤليت اچولو پورې غبرگونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/4cUHP
Alexej Nawalny, Porträt 2010
انځور: Alexander Zemlianichenko/AP Photo/picture alliance

يو شمير بېطرفه روسي رسنيو د الیکسې ناوالني داسي ويډيو خپره کړې ده چې د پنجشنبې په ورځ په محکمه کې د ويډيويي اړیکې له لاري د هغه د حاضرۍ پر وخت اخيستل شوې ده.په دغه بېږغه ويډيو کې ناوالنی، ښودل کيږي چې خبرې کوي او مسکا کوي.

د «سوتا» په نوم کانال ژورناليستي په تليگرام کې ليکلي دي چې په دغه ويډيو کې ناوالنی «خوښ او تکړه» معلوميږي. په نورو ويډيوګانو کې هم روغ معلوميږي. يادې ويډيوګانې د اليکسې ناوالني د مړيني د خبر د خپرېدو وروسته خپرې شوې دي.

اليکسې ناوالنی د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سخت مخالف و او په زندان کې يې شپې او ورځې تېرولې.پر هغه يو شمېر تورونه لگول شوي ول. له زنداني کېدو مخکې هغه په آلمان کې تر درملنې لاندې و، ځکه چې ورته زهر ورکول شوي ول.

د ناوالني پر مړينه په نړيواله توګه د خواشينۍ غبرګونونه ښوول شوي دي. په دې ترڅ کې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د هغه مړينه ډېره خواشينوونکې بللې ده. د آلمان د باندنيو چارو وزيرې انالېنابېربوک ناوالني، د يوې آزادې او دموکراتيکيروسيې لپاره يو بيرغ ياد کړی دی. بېربوک پر خپله ايکس پاڼه (پخوانی ټويټر) باندي په خپور شوي پيغام کې د ناوالني د مېرمنې او ماشومانو سره خپله غمشريکي ښودلې ده.

«يوازينی مسؤل د روسيې رژيم»

د ناوالني پر مړينه يو شمېر داسي غبرګونونه هم ښوول شوي دي چې پکښې پر مسکو سختې نيوکې شوي دي. د اروپايي شورا رئيس شارلس ميشل، د جمعې په ورځ (۲۰۲۴م کال د فبرورۍ ۱۶) وويل: «اروپايي اتحاديه د روسيې رژيم د دغې غمناکې مړينې يوازنی مسؤل ګڼي.» د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ويلي دي چې ناوالني ښايي «د خپلې زړورتيا بيه په خپل ژوند ادا کړې وي.»

د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزير، انتوني بلينکن ويلي دي چې په زندان کې د ناوالني مړينه «د هغه نظام په زړه کې کمزوري او خوساوالی ښه روښانه کوي چې پوتين جوړ کړی دی.» بلينکن د ناوالني د مړينې په تړاو زياته کړې: «د دې مسؤليت د روسيې په غاړه دی.»

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په برلين کې د صدراعظم شولڅ سره د ليدنې لپاره سفر کې پر مسکو سختې نيوکې کړي دي. هغه غوښتنه کړې ده چې «پوتين بايد د خپلو جنايتونه لپاره حساب ورکړي.»

«د کرملن لخوا قتل»

د لاتويا ولسمشر ايدګارس رينکيويچس، پر خپله ايکس پاڼه ليکلي دي چې ناوالنی «په ظالمانه توګه د کرملن لخوا قتل شوی دی.» هغه زیاته کړې ده چې دا يو حقيقت دی او ورڅخه «د روسيې د اوسني رژيم اصلي څهره ښه معلوميږي.»

د ناروې د باندنيو چارو وزير، اسپن بارت آيدې پر ايکس پاڼه خپور شوي پيغام کې ليکلي دي چې د روسيې حکومت د ناوالني د مړيني «قوي مسؤليت» په غاړه لري.

د بريتانيا لومړي وزير، ريشي سونک له يو «بېروونکي خبر» څخه خبره کړې ده. د فرانسې د باندنيو چارو وزير، سټېفانې سېجورنې ناوالني د مقاومت قرباني بلل دی.

د روسيې د توقيفي ادارې په وينا ناوالني په قطبي سيمه کې په زندان کې مړ شوی دی او دا چې د مړيني لاملونه يې څېړل کيږي.

آ./ا.ا./ن.ز.